د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو پخوانی سلاکار د درواغو ویلو په جرم په بند محکوم سوی دی

د ۲۰۱۶ میلادي کال د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار جورج پاپا- دوپولوس «George Papadopoulos» په دوه اوونۍ حبس محکوم سوی او قاضي پرون د برأت لپاره د هغه وروستۍ غوښتنه هم رد کړه.

دا لومړی ځل دی چي د ټرمپ د کمپاین یو نژدې همکار د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او مسکو ترمنځ د مشکوکو اړیکو د قضیې په اړه د ځانګړو تحقیقاتو په لړ کي په حبس محکومېږي.

څارونکي په‌ دې باور دي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاینونو پر مهال له روسانو او د هغو له ارتباطیانو سره د ښاغلي پاپا دوپولوس تماسونه د دې تحقیقاتو باعث سوي دي.

نوموړی تېرکال په سېپټمبر میاشت کي وروسته له هغه په حبس محکوم سو چي د خپلو تماسونو په اړه یې «FBI» یا د متحد ایالاتو د تحقیقاتو فدرال ادارې ته په دروغ ویلو اعتراف وکړ.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...