د بریتانیا حکومت په افغانستان کي له وچکالۍ ځپلو خلکو سره د خوراکي موادو او نورو اړینو وسایلو مرسته کوي

په هغې خبرپاڼه کي د بریتانیا د حکومت په وېب‌پاڼه کي خپره سوې د بریتانیا د نړیوالو پراختیایي چارو وزیرې پیني مورداونټ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چي بریتانیا له هغو په سلګونو زره افغانانو سره د خوراکي موادو، خېمو او پاکو اوبو د برابرولو لپاره ۲۵ میلیونه پونډه نوې مرسته کوي چي په وروستیو کي په‌دې هېواد کي تر ټولو سختې وچکالۍ ځپلي دي.

مېرمن مورداونټ له افغانستان سره د خپل هیواد د نویو مرستو اعلان په داسي حال کي کوي چي نن او سبا به جنیوا د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.

مېرمن مورداونټ د دې کنفرانس په درشل کي له نورو مرسته کوونکو هېوادونو هم وغوښتل چي د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې د بریتانیا ترڅنګ له افغانستان سره د مرستو ژمني وکړي.

د بریتانیا حکومت وایي، ۳۵ میلیونه پونډه یې سږکال یوازې په افغانستان کي د وچکالۍ له امله زیانمن سوېو سره د مرستي لپاره ځانګړي کړي چي په‌ دې سره به له افغانستان سره سږکال د بریتانیا د مرستو اندازه ۶۷ میلیونه پونډو ته ورسېږي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...