((امریکا په افغانستان کي د ترهګرو ډلو پر وړاندي د مبارزې قوي اراده نه لري))

د اجرایه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق له یوې روسي رسنۍ سره په خبرو کي ویلي، امریکا په افغانستان کي د ترهګرۍ پر وړاندي د مبارزې اراده نه لري او یوازي هڅه کوي له افغانستان د وتلو لار پیدا کړي.

دده په خبره امریکا کولای سي ترهګر وځپي، خو تر ډیره کوښښ کوي دلته مسئله په یو ډول حل کړي او ځان ته د وتلو لار پیدا کړي.

نوموړي دداعش ډلې په اړه ویلي چي دوی هڅه کوي په افغانستان کي ځان ته د پښي ځای پيدا کړي، خو په خبره یې شمېر یې تر لس زره کم دی، چي تر ډېره په سرپل، جوزجان، ننګرهار او نورو ولایتونو کي فعالیت کوي. هغه د طالبانو په اړه هم ویلي، چي دوی د هېواد یوازي په دېرش سلنه خاوره حاکمیت لري او هغه راپورونه یې ناسم بللي چي ګواکي طالبان د افغانستان پر نیمايي خاوره واک چلوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...