عمران خان وايي، د افغانستان سوله د پاکستان لپاره مهمه ده.
د پاکستان لومړی وزیر د لومړي ځل لپاره وزیرستان ته تللی دی او هلته یې له ځایي خلکو سره کتلي دي.
نوموړي ویلي چي له دې وروسته به یې هېواد د پردیو جګړې مخ ته یو نه سي او په پاکستان کي به د نورو جګړو ته اجازه نه ورکوي.
نوموړي ویلي چي وزیرستان د ترهګرۍ ضد جګړو کي ځپل سوی دی خو دی به یې د بیا جوړوني لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.
هغه ټینګار کړی چي هېواد یې د افغانستان د سولي په پروسه کي مرسته کوي ځکه د افغانستان سوله د پاکستان د سولي او امنیت لپاره مهمه ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون