پاکستان دي د ممبيي د پیښي عاملین محاکمه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي په ۲۰۰۸ کال کي د لشکر طیبه ترهګرۍ ډلي کسانو په ممبيي کي خونړي بریدونه وکړل، خو لا هم ددغه بریدونو د طراحانو په نیولو او او محاکمه کولو کي پاکستان همکاري نه ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چي پاکستان دي په دغه برید کي پر ښکیلو کسانو او ډلو بندیزونه وضع کړي او دوی دې ژر تر ژره محاکمه کړي.

په ۲۰۰۸ کال کي په ممبيۍ ښار کي په څو بیلو ځایونو خونړي ترهګریز بریدونه وسول.

په دغه بریدونو کي ۱۶۶ کسان وژل سوي دي.

امریکا هغه چا ته پنځه میلیونه ډالر جایزه ټاکلې چي ددغه برید د طراحانو په اړه معلومات ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر نړیوالو او په تیره پر پاکستان ږغ کړی چي ددغه برید عاملین ونیسي او محاکمه یې کړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...