د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال دفتر پر فېسبوک پاڼې خبر ورکړی چي د ملي امنیت له خوا نیول سوی “ناقانونه وسله وال قومندان عبدالغني علیپور “د ملي امنیت له توقیفه خوشي سوی.
دوې ورځي وړاندي د افغانستان د ملي امنیت ادارې کابل کي قومندان عبدالغني علي پور ونیوی چي وايي، ۱۵۰ کسیزه ناقانونه ډله لري، په درنو او سپکو وسلو سمبال ده او له خلکو په باج اخیستلو او د خلکو په ځورولو تورنه ده.
د دوهم مرستیال سرور دانش پر فېسبوکپاڼه لیکل سوي چي د یو شمېر مشرانو او د خلکو د استازو په شتون کي علی پور د ښاغلي دانش له هڅو مننه وکړه.
د ملي امنیت ادارې رسنیو ته د لیندۍ پر ۵ مه په یوه خبرپاڼه کي ویلي وه، علي پور تېره ورځ د کابل اتلسمي حوزې اړوند قلعه قاضي سیمه کي نیول سوی.
اعلامییې ویلي وه، علي پور د ۱۳۹۵ کال لومړیو کي ۱۵۰ کسیزه ناقانونه وسله واله ډله جوړه کړې وه چي سپکي او درنې وسلې ورسره وې او د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کي یې له ځمکه لرونکو، سوداګرو او خصوصي شرکتونو یې په ناقانونه ډول باج اخیست چي په وینا یې ”خپله وسله وال جرمي ډله پري قوي کړي”.
د هغه له نیول کېدو وروسته بلل سوی لاریون له پیله په تاوتریخوالي پیل سو. د کابل په لویدیځ کې یو شمېر هزاره لږکي په یوه چیغه وروسته له هغه سړکونو ته راووتل چي د یوې نامسولي وسله والي ډلي مشر عبدالغني علي پور امنیتي ځواکونو ونیو. ملاتړي یې علي پور د طالبانو ضد اتل بولي خو دولت یې ورسره نه مني.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، د کابل په مظاهرو کي ټول ۴۸ تنه ټپيان شوي، چې ۲۶ تنه د يکشنبې پر ورځ او ۲۲ تنه د دوشنبې پر ورځ ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وينا اته د پوليسو پوستې او د ملي اردو د جذب مرکزونه هم سوځول سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون