د ملي امنیت لوی ریاست د قومندان علي پور د نیول کیدو د خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چي نوموړی یې له ځمک لرونکو څخه د باج اخیستني، د وسلو د تجارت، د غیر مسٔوولو وسله والو د ملاتړ او د ملکي وګړو د ځوروني په تور نیولی دی.
ملي امنیت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کي ویلي چي علي پور یې یو ځل مخکي هم د روان کال د تلي میاشتې په ۱۳ او ۱۴ مه نیټه د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په اسد اباد کلي کي له خپلو ملګرو سره کلابند کړ، خو له دې امله چي ملکي وګړي زیانمن نه سي محاصره یې ماته او نوموړی له یادې سیمې وتښتېد.
اعلامیه کاږي چي علي پور د ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندۍ میاشتي په ۴مه په کابل کي د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول سوی دی.
اعلامیه وایي چي پر هغه د لګیدلو تورونو په اړه سپیناوی د محاکمو کار دی نه د نوموړي د کورنۍ، دوستانو او عادي وګړو.
د ملي امنیت په اعلامیه کي دغه راز راغلي چي د امنیتي ارګانونو دنده د قانون حاکمیت دی او له هغو ډلو او افرادو سره چي له قانونه سرغړونه کوي ورسره به جدي قانوني چلند وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون