هند وايي، غواړي په نړیواله سوداګرۍ کي خپله ونډه ډیره کړي

د هند د سوداګرۍ اواقتصاد د برخي چارواکو ویلي، هند غواړي په نړیوالو بازارونو کي له امریکا او چین سره د سیالۍ تر څنګ دغو دواړو هیوادونو ته هم خپل صادرات ډیر کړي.

د هندي چارواکو په وینا هند یو له هغو هیوادونو دی چي په ګڼو برخو کي پراخ تولیدات لري، خو له ځینو ګاونډیو سره ستونزي لرل یې ددې سبب سوي چي نړیوالو بازارونو ته یې صادرات کم وي.

سرچینه وايي هند کوښښ کوي چي په راتلونکي ۲۰۱۹ کال کي په نړیوالو بازارونو کي خپله ونډه ډیره کړي او د خپلو صادراتو کچه لوړه کړي.

هند وايي چي غواړي تر ډېره اغوستنتوکي، خوراکي توکي، کیمیاوي او ورته نور توکي نړیوالو بازارونو ته وړاندي کړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...