په زابل ولایت د کرهڼي او مالدارۍ د ریاست له لوري پر ۱۴۵۰ کورنیو باندي باندي د غنمو ویش پيل سو

چارواکي وایي، چي د دې مرستي پر مهال به هري کورنۍ تل سل کیلوګرامه غنم ورکړل سي تر څو اقتصادی مشکلات یې تر یو اندازی پوري راکم سي.

د زابل والی رحمت الله یارمل چي د دغو غنمو د ویش د پيل پر مهال یې خبري کولي وویل چي دا مرسته د هندوستان د هیواد له لوري له افغان حکومت سره سوې ده چي تر دې وړاندي د یو شمیر نورو ولسوالیو پر خلکو هم ویشل سوې وه.

یارمل وویل چي دا ځل د زابل د دولتي ادارو له لوري په مرکز کلات کي د بیوزله او بې سرپرسته کورنیو سروې وسوه چي نن ورته د غنمو د ویش لړۍ پیل سوه او څو ورځي به دوام وکړي.

نوموړی وایي، چي د زابل اوسیدونکي له بیلابیلو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دا لږ مرسته یې ټول  مشکلات نسي حلولای خو تر یو اندازی به یې راکم کړي او دوی په پلان کي لری چي نوري مرستي هم ورته پيدا کړي.

پر همدې مهال یو شمیر هغه کسان چي دا مرسته یې تر لاسه کړې ده له افغان حکومت څخه خوښي ښيي چې د دوی ستونزو ته یې پام وکړ.

دوی وايي، د حګړو، وچکالیو او د کار نشتوالی یې ژوند ور خراب کړی دی او باید چي دولت لا زیاتي مرستي ورسره وکړي تر څو دوی کډو کولو ته مجبوره نسي .

د زابل ولایت په مرکز کلات کي پر نژدې ۱۵۰۰ کورنیو په داسي حال کي د غنمو د ویش چاري پیل سوې چي سږ کال د دې ولایت په بیلاییلو ولسوالیو کي د جګړو له امله ګڼ شمیر کورنۍ بې ځایه سوي او دا مهال بیړنیو مرستوته اړتیا لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...