د ګلوبل کلاسیک ۲۰۱۸ کال سیالۍ پرون او وړمه ورځ د چین په مکاو ټاپو وزمه کي وسوې.
دا لوبې د بدن د ښکلا د نړیوال فدراسیون لهخوا ترسره سوې.
احمدیاسین سالک قادري د لوبې تر ګټلو وروسته په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چي دا اتلولي د کندهار د پخواني امنیه قوماندان سترپاسوال عبدالرازق اچکزي روح او کورنۍ ته ډالۍ کوي.
یاسین قادري تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په مغولستان هېواد کې د نړۍ د اماتور سیالیو اتلولي هم ګټلې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون