د جرمني رسمي شمیرې ښیي چې له ٢٠١٣ کال راهیسي په تیرو پنځو کلونو کي په دې هیواد کي څه دپاسه ١،٨ میلیون کسانو پناه غوښتې ده.
د جرمني حکومت ویلي چي په دې ډله کې دوهمه درجه ډېر پناه غوښوتونکي د افغانستان اوسیدونکي دي چي له ۲۰۱۳ کال نه راپدېخوا شاوخوا ۲ لکه او دېرش زره کسانو د پناه غوښتنلیکونه ورته استولي دي.
په جرمني کي د پناه غوښتونکو دغه شمیرې چي لومړی د جمعې په ورځ ددې هیواد د بیلډ ورځپاڼې خپرې کړي، د ٢٠١٣ نه تر ٢٠١٥ پورې د مهاجرو د شمیر زیاتوالی ښیي. په ٢٠١٣ کي په جرمني کي ١٢٣٥٨١ کسانو او په ٢٠١٥ کې ٧٢٣٩٣٨ کسانو د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي وو.
خو په روان کال کې تر دې دمه دغه شمیري شاوخوا یوو لک او ٢٣ زرو ته راټیټې سوي دي.
په اروپا کي د کډوالو د کړکېچ پر وخت (۲۰۱۵ او ۲۰۱۶) کلونو کي څه دپاسه یو نیم میلیون مهاجر چي ډیری یې د افغانستان، سوریې او عراق اوسیدونکي وو جرمني ته لاړل، خو د تازه شمیرو له مخي دغه هیواد ته د کډوالو د ورتګ کچه راټیټه سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون