د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني مشر میا رضا رباني د جمعې په ورځ وویل چي حکومت د پیسو له نړیوال وجهي صندوق سره د خبرو لومړی پړاو بشپړ کړی دی خو تر اوسه یې په اړه ملت ته معلومات نه دي ورکړي.
هغه ویلي د حکومت دا عمل پر روڼتیا سیوری غوړول دي چي دوی یې په کلکو ټکو غندي.
نوموړي زیاته کړې پاکستان باید مشرانو جرګې ته معلومات ورکړي او په دې برخه کي د هغوی مشورو ته غوږ ونیسي، ځکه چي په خبره یې دا جرګه د فدرالي واحدونو استازیتوب کوي او حکومت باید داسي اساسي موضوعات له ملت نه پټ نه کړي.
میا زیاته کړې چې دا موضوع د شرایطو پوره کولو لپاره ډیر بحث ته اړتیا لري او که پاکستان غواړي په اقتصادي برخه کي نور هم منزوي نه سي نو باید په مشوره مخته لاړ سي.
دا په داسي حال کي ده چي پاکستان په دې وروستیو کي په تر ټولو بد اقتصادي وضعیت کي قرار لري او امریکا هم ورباندي خپلي بلاعوضه مرستي بندي کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون