د افغان سولي لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستي سفر او له طالبانو سره د هغه خبرو د سولي لپاره نوي هیلي راټوکولي دي

له سیاسي لارو چاور د سولي مذاکراتو ته د طالبانو حاضرول د ولسمشر غني لومړنۍ ژمنه وه.

خو د نوموړي له غوښتنو سره سره دا هڅي بې پایلې وې، تر هغو چي د افغان سولي لپاره د امریکا وروستیو هڅو یو ځل بیا په افغانستان کې پخلایني ته هیلې زیاتې کړې.

زلمي خلیلزاد د افغان سولي لپاره د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کیدو وروسته وویل چي په افغانستان کي به د سولي لپاره په شپږو میاشتو کي مثبت تغییرات ولیدل سي.

د چارو شنونکي چې ډیری وخت امریکایي رسنیو ته د افغانستان پر حالاتو تبصرې او مقالې لیکي په دې باور دي چې د افغان سولې په برخه کې له حده ډېره خوشبیني په دې مانا ده چې امریکا غواړي خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.

د دوی په خبره طالبانو له پیله دا ټینګار کړی چي څو پوري بهرنیان په افغانستان کي وي دوی به د سولي خبرو ته حاضر نه سي، خو دې وروستیو کي د طالب زندانیانو د خوشي کیدو په اړه خپري سوي اوازې دا ښیي چي امریکا او طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش سلا سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي ټرمپ د تیري پنجشنبي په ورځ وویل طالبانو سره یې قوي مذاکرات پیل کړي او ښایي یوې پایلې ته ورسېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...