پاکستان کي امنیتي چارواکي وايي، هغه درې ځان وژونکي بریدګر چي د جمعې په ورځ یې په کراچۍ کي د چین پر قونسلګرۍ برید کړی وو، هدف ته له رسیدو مخکي وژل سوي دي

په کراچۍ کې د پولیسو مشر عامر شیخ خبریالانو ته ویلي: “دوی درې بریدګر وو او درې واړه وژل سوي. دوی د قونسلګرۍ ودانۍ ته په ننوتلو ونه توانېدل. هڅه یې کوله چي د ویزو څانګي ته ننوزي.”

بل‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته ویلي چي په کراچي کي د چین د قونسلګرۍ ټول ۲۱ کار کوونکي خوندي ځای ته انتقال سوي او کوم زیان نه‌دی ور رسیدلی.

د پولیسو د سرچینو په وینا په دې برید کي پر درې بریدګرو سربېره دوه پولیس هم وژل سوي دي.

ځینو رسنیو په برید کي د یوه خصوصي شرکت د یو ساتونکي د وژل کیدو خبر هم ورکړی دی.

د برید مسٔولیت د “بلوچستان د خپلواکۍ پوځ” په نوم وسله‌والي ډلي پر غاړه اخیستی دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...