د روسیې د استخباراتو ریٔس جنرال ایګر کوروبوف د ورپیښي ناروغۍ له امله مړ سو

 د روسیې ددفاع وزارت ویلي چي هغه له څه مودې راهیسي له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان و، خو تیره شپه د ۶۲ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی د روسیې په پوځ کې پیاوړی کس و، چي په ۲۰۱۶ کال کې د روسیې د استخباراتو د ریٔس په توګه وګومارل سو.
د روسیې ددفاع وزارت ویلي چي د نوموړي مړینه ددغه هیواد د پوځي برخي لپاره ستره ضایعه ده.
د روسیې ددفاع وزارت پر دغه پېښه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...