ایران: په افغانستان او عربي هېوادونو کي د امریکا اډې په نښه کوو

ایران خبرداری ورکړی که امریکا یې پر ضد اقدام وکړي، په افغانستان، عربي متحده اماراتو او قطر کي د امریکا هوایي اډې په توغندیو ویشتلای سي.
د ایران د سپاه انقلاب د هوایي فضا د فرقې قوماندان امیر علي حاجي زاده ویلي ایران دا توان لري چي په خلیج کي امریکايي الوتکي او کښتۍ وولي.
د ایران دغه چارواکي ویلي دي چي هوایي ځواکونو د توغندیو پياوړتیا ډیره کړې او کولای سي چي په کندهار، قطر او عربي متحده اماراتو کي د امریکایي ځواکونو هوایي اډې وولي.
ایران تر دې وړاندي ویلي و، چي که امریکا کوښښ وکړي، د ایران د تیلو صادارت بند کړي، دغه هیواد به د هورموز په تنګي کي د تیلو د انتقال چاري ګډوډې کړي. خو تر دې دمه نه دی توانېدلی چي خپله دغه خبره عملي کړي. د امریکا او ایران ترمنځ اړیکي تر بل هر وخت ترینګلي سوي چې ورسره جوخت پر ایران بې ساري بندیزونه لګېدلي دي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...