د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چي د قوس یا لیندۍ میاشتي تر ۲مي نیټي پوري به د لسو ولایتونو د ټاکنو پایلي اعلان کړي

میرزا محمد حق پرست د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ویلي، چي تر دې دمه د ۳۳ ولایتونو رایې سیستم ته د ننه سوي دي او تر ۴۵ سلنه پوري کارونه یې بشپړ سوي دي.

دده په خبره له دې ډلي د لسو ولایتونو رایې په مکمله توګه سیستم ته د ننه سوي دي او د قوس په دوهمه نېټه به یې پایلې اعلان سي.. تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې د عقرب میاشتې په ۱۹مه یعنې نږدې لس ورځې مخکي د ټاکنو پایلي اعلان سوي وای. خو کمیسیون په رایو او سیستم کي ستونزه ددغه پایلو د اعلان د ځنډ لامل بولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...