وړمه شپه کابل هوايي ډګر ته نژدې د واده په یوه تالار کي ځانمرګي برید لږ تر لږه ۵۵ تنه ووژل او لسګونه کسان ژوبل سول.
وسله والو طالبانو برید غندلی او وايي، د دوی کار نه دی.
ولسمشر غني په ایمرجنسي روغتون کي د پیښې له ټپیانو د لیدني پر مهال وویل، د برید مسٔوولیت د هغو پر غاړه دی، چي لومړی ځل یې ځانمرګي بریدګر افغانستان ته راوست.
دده په وینا پر دیني علماوو او دیني مراسمو دغه ډول برید ټول حدود مات کړل.
دده په خبره ددغه ډول بریدونو طراحان او ترسره کوونکي په ګاونډیو هېوادونو کي روزنځایونه او پټنځایونه لري.
ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو ږغ وکړ، چي د عمل په ډګر کي دې له جګړو لاس واخلي او خلکو ته دې ثابته کړي چي دوی نور د افغانانو ویني نه تویوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون