سکاټ مېلر پرون غزني ته تللی و او هلته یې له ولایتي چارواکو سره خبري کړي دي

نوموړي په خپلو خبرو کي ویلي، چي امریکا د افغانستان د جګړې پر سوله ییز او سیاسي حل ټینګار کوي او د افغان سولي لپاره د امریکا هڅي ګړندۍ کېږي.
نوموړي ویلي امریکا تر ډېره په دې ټینګار کوي چي په افغانستان کي روانه جګړه له سیاسي لارو حل سي، خو تر څنګ یې په ناټو کي د امریکا متحدین د افغان ځواکونو ملاتړ ته هم ادامه ورکوي.
دده په خبره ناټو او امریکا هڅه کوي چي د افغان وګړو ژوند ته متوجه ګواښونه له منځه یوسي او تر څنګ یې د سولي لپاره کار وکړي.
سکاټ میلر پرون غزني ولایت ته تللی و، چي دغه ځای ته له رسیدو سره سم پر دغه ښار څو راکیټي بریدونه هم وسول.
امنیتي چارواکي بریدونه تاییدوي خو وایي کوم چا ته پکښي زیانونه نه دي اوښتي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...