د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کي په کابل کي په یوه هوټل کي د میلاد نبي (ص) په مناسبت په جوړه سوې غونډه کي سوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
دغه شورا ویلي چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نړۍ کي د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر وړاندي پر مبارزه ټینګار کوي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي د ترهګرۍ ټول ډولونه نه یوازي په افغانستان کي نه بلکې په ټوله نړۍ کي د ثبات، سولي او امنیت لپاره ستر ګواښ دی.
یادې شورا ویلي چي په افغانستان کي د ترهګرۍ پر وړاندي د رواني مبارزې ملاتړ کوي او دغه ډول خونړۍ پېښي چي په هغه کي عامو افغانانو ته مرګ ژوبله او تلفات اوړي په کلکو ټکو غندي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون