پر دوى تور پوري دى چي د بشري حقونو له فعال عثمان کوالا سره اړیکه لري.
کوالا د هغو ادعاوو له کبله په زندان کي دى چي ويل کیږي، د ٢٠١٣ میلادي کال د اعتراضونو په مرسته يې د حکومت د نسکورولو هڅه کړې وه.
د بشري حقونو مشهور فعال عثمان کوالا چي تیر کال زندان ته اچول سوى، پنځه کاله مخکي په ملي سطحه د اعتراضونو د تنظيم په تور محاکمې ته انتظار دى.
د ترکيې حکومت وايي، هغو اعتراضونو د ٢٠١٦ میلادي کال د جولاى مياشتي ناکامې کودتا ته لار هواره کړه.
د ترکيې پوليس وايي، هغه کسان چي پرون نيول سوي، په دې تورن دي چي له کوالا سره يې د ٢٠١٣ میلادي کال د مې مياشتې ناکراريو ته لمن وهلې ده.
له ٢٠١٦ میلادي کال راهيسي تر ناکامي کودتا وروسته ترکيې ٧٧ زره کسان بنديان کړي چي محاکمې ته انتظار باسي.
دغه راز يې يولک او ٥٠ زره دولتي کارکوونکي او پوځي پرسونل يا له کاره شړلی، يا يې دندې ځنډولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون