میلاد حمیدي
د ننګرهار ملي امنيت رياست لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تيره شپه د دې ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ د زاويې په سيمه کي د طالبانو پر يو مهم پټن ځای عمليات ترسره کړي،
چي په ترڅ کي يې د طالبانو د سرې قطعې قومندان مخبيت په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل سوي او ۵ فعال ترهګريز مرکزونه پکښي له منځه وړل سوي دي.
په خبر پانه کي راغلي چي په يادو مرکزونو کي يو شمېر سپکي او درنې وسلي هم د يادو ځواکونو لاس ته ورغلي.
د يادولو وړ ده چي تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون