لاریون کوونکي وايي، له مخكي يې امنيتي ارګانونه له لاریون خبر كړي وو، خو بيا هم نه پریښودل كیږي، چې له دارالمعلمينه تر ارګه په اعتراضي ډول ولاړ سي.
امنيتي ځواكونه بيا د اعتراض كوونكو د مخنيوي علت لوړ امنيتي ګواښونه يادوي.
د يادونې وړ ده، چي له تیرو شاوخوا شپږ نيمو مياشتو راهيسي د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين د استادانو او محصلينو تحصن دوام لري.
دوى پوهنتون ته د دارالمعلمين د ارتقا غوښتنه كوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون