امریکا د خاشقجي د قتل په تړاو پر اوولسو عرب چارواکو بندیزونه لګولي دي

د امریکا د خزاني وزیر ویلي، دغه کسانو د عرب خبریال په وژلو کي لاس درلود.
د سرچینې په وینا په دې ډله کي د محمد بن سلمان نږدې همکاران او ملګري هم شامل دي، چي د خاشقجي د وژلو پلان یې جوړ کړی او عملي کړی دی.
په دې کسانو کي محمد بن سلمان ته تر ټولو نږدې کس سعود القحطانی هم شامل دی.
القحطانی د محمد بن سلمان ښی لاس ګڼل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چي له قوانینو سره سم ددغو کسانو پانګي کنګل سوې دي او مالي سرچیني یې وچېږي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...