د خوړو نړيوال پروګرام يا (WFP) وايي، هغه درې ميليونه او پنځه لکه افغانان چي وچکالۍ ځپلي، عاجلو غذايي او نورو مرستو ته اړتيا لري.
په جنيوا کي د دې ادارې وياند پرون وويل، روانې وچکالۍ د افغانستان په شمال لویديځ کي ٢٠ ولايتونه ځپلي دي.
په پام کي ده چي د جنيوا کنفرانس د رواني نوامبر مياشتې پر ٢٧مه او ٢٨مه جوړ سي.
د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کي د وچکالۍ له کبله څه باندي دوه لکه کسان بېځايه سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون