امریکا وایي، چي ایران په منځني ختیځ کي پر حزب‌الله، حماس سخت دریځو ډلو په کال کي نږدې یو میلیارد ډالر لګوي

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کي د ترهګرۍ پر وړاندي د مبارزې همغږي کوونکي ناتان سیلز ویلي، ایران په کال کې ۷۰۰ میلیونه ډالر د لبنان له حزب الله ډلي سره مرسته کوي، چي دوی بیا د اسراییلو پر وړاندي او همدا راز د بشارالاسد د رژیم په پلویتوب جګړه کوي.

دغه چارواکي همدا راز ویلي چي حماس ډلي ته هم ایران په کال کي نږدې سل میلیونه ډالر ورکوي.

هغه ونه ویل چي ایران نورې پیسي چاته ورکوي، خو ادعا یې کړې چي په منځني ختیځ کي د سخت دریځو پر ملاتړ ایران په کال کي ټولټال یو میلیارد ډالره لګوي.

هغه زیاته کړې چي ایران په سیمه کي د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی دی او څو کلونه کیږي چې په دریځ کي یې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...