د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي د کلیفورنیا ایالت په ځنګلي سیمو کي لا هم پراخه اورلګیدنه سته ده، چي له امله یې زرګونه کسان هڅه کوي له خپلو کورونو وتښتي.
د امریکا حکومت تر یوې اندازې بریالی سوی چي د اور د پرمختګ مخه ونیسي.
رسنۍ وايي چي د مړو شمېر پنځوسو ته رسېدلی دی خو تر ۲۰۰ ډېر کسان د پېښو له امله لا درکه دي.
داسي احتمال سته دی چي دغه کسان به هم سوي وي.
امنیتي ادارې وایي چي د ورکو کسانو د پلټنې عملیات یې هم پيل کړي دي.
په کلیفورنیا کي له څو ورځو راهیسي سخته اورلګېدنه روانه ده.
ددغه اورلګېدنې له امله د امریکا پر حکومت او د ټرمپ پر ادارې سختي نیوکي سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون