د قطر ددفاع وزیر ډاکټر خالد بن محمد د امریکا ددفاع له وزیر جیمز متیس سره د خبرو پر مهال ویلي، چي هېواد یې په افغانستان کي د ناټو له ماموریت ملاتړ کوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکارۍ ته تیار دی.
د خالد په خبره قطر تل هڅه کړې چي په نړۍ کي د ترهګرۍ جرړې ختمي سي او د ټولو هغو مبارزو ملاتړ یې کړی چي په مرسته یې ترهګري ختمیدلای سي.
د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس هم ویلي چي قطر د افغان ستونزي په حل کي پوره مرسته کولای سي.
دده په خبره امریکا غواړي چي په قطر کي خپله سته نظامي اډه پراخه کړي او پر دې مسئله ددواړو لورو ترمنځ بحثونه هم سوي دي.
د قطر ددفاع وزیر ویلي چي د یوه منظم پلان له مخي به په قطر کي د امریکا هوایي اډه پراخه سي او قطر به هم د ناټو له ماموریت خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون