د هیواد د مالیې سرپرست وزیر ډاکټر همایون قیومي ویلي، چي افغانستان د اوکراین د مسئلې قرباني سوی دی

د هېواد د مالیې سرپرست وزیر ډاکټر همایون قیومي په واشنګټن کي د خبرو پر مهال ویلي، چي افغانستان درې کاله کېږي چي د اوکراین د مسئلې قرباني سوی دی.

دده په وینا له همدې امله روسیې په سیمه کي خپل رول بدل کړی دی او تر ډېره ورانکاره فعالیتونه کوي.

قیومي دا نه دي ویلي چي افغانستان څه ډول د اوکراین د مسئلې قرباني سوی دی، خو د اوکراین ځیني سیمې د روسیې له لوري لاندي سوي دي او دې مسئلي د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي ترینګلې کړي دي. قیومي همدا راز سوله د افغانانو ستره هېله او هدف بللې ده.

نوموړي زیاته کړې افغانستان ته هغه وخت تلپاتې سوله او ثبات راتللی سي، چي پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په رښتینې توګه د افغانستان د سولي له پروسې سره همکاري وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...