نومړوي په جان هاپکینز پوهنتون کي د ویډيويي وینا له لارې وویل، چي په تیرو څلورو کلونو کي څه باندې اته ویشت زره افغان سرتیري وژل سوي دي.
تر دې وړاندي امریکایي چارواکو د افغان ځواکونو د تلفاتو د شمېرو پر خپرولو بندیز لګولی و.
ولسمشر ویلي چي له ۲۰۱۵ کال راهیسي ۲۸۵۲۹ افغان سرتېري وژل سوي دي.
په دې توګه نو د محاسبو له مخي هره میاشته ۵۹۴ افغان سرتیري په دې جګړه کي وژل سوي دي.
د ملي یووالي پر حکومت یوه نیوکه دا هم ده، چي دوی و نه سوی کړی د وسله والو طالبانو تهاجمي بریدونه په شا وتبموي او د لومړي ځل لپاره دغه وسله والي ډلي په مستقیمه توګه تهاجمي بریدونه پيل کړي دي.
تر دې وړاندي هم د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه ورته شمېرې خپرې سوي وې چې خورا د اندېښنې وړ دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون