د پاکستاني پوځ غړی او لووړپوړی افسر طاهر داوړ څو ورځي وړاندي په اسلام اباد کي تښتول سوی و.
له تښتول کیدو وروسته یې مړی پیدا سو خو تر اوسه ددغه پېښې عاملین نه دي نیول سوي.
پاکستاني حکومت په دې اړه له نظر څرګندولو ډډه کړې ده، خو دې مسئله په پاکستان کي سخت غبرګونونه پارولي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ویلي چي پاکستانی حکومت دي د طاهر داوړ د وژل کیدو په اړه معلومات ورکړي.
ددغه غورځنګ یوه غړي محسن داوړ بیا ویلي هغه کسان چي د پاکستان په حکومت کي کار کوي او پښتانه دي باید خپل ژوند ته متوجه وي.
د پښتون ژغورني غورځنګ غړي وایي چي دا قضیه به روښانه کوي او له دې مسئلې دومره ساده نه تیرېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون