د امريکا د کلفورنيا ايالت د شمال د انګورو په بڼونو کي اور ۱۰ کسان وژلي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، دې اور چي سخت باد لمن ورته وهله، نږدې ۲۰ زره کسان له خپلو مېنو وتلو ته اړ او د سيمي سلګونه کورونه او شرکتونه يې ويجاړ کړل.
د کلفورنيا والي جيري براون«Jerry Brown» د دې ايالت د شمال په ناپا، سونوما او يوبا سيمو کي چي د واين جوړولو ګڼې فابريکي لري، بېړني حالت اعلان کړ.
راپورونه وايي، د دې سيمې غليظ لوګي د سانفرانسسکو او اوکلاند سيمو ته هم ورسېده. د کلفورنيا د لويو لارو د ګزمې ادارې وويل چي د اور په ساحه کي ډېری سړکونه بند دي.