د امريکا د پوځ لوی درستير جنرال جوزېف ډنفورډ وايي، د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې (ای-ايس-ای) او ترهګرو ډلو ترمنځ اړيکي موجودي دي.
نوموړي دا خبره پرون سه شنبه د امريکا د سنا مجلس د وسلهوالو خدمتونو په کمېټه کي وکړه. جنرال جوزيف ډنفورډ، چي د امريکا ددفاع وزير سرهيې په ګډه د افغانستان د امنيتي او سياسي وضعيت په اړه دې کمېټې ته څرګندوني کولې، په افغانستان کي يې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزي همکارۍ پر زياتولو ټينګار وکړ. ډنفورډ کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه، وروستی سفر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ د بهتره کېدو لپاره هڅوونکی وباله.