چین؛ یوه کان کي د چاودني له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د راپورونو له مخي نن سهار د چین په شمال په شانکسي ایالت کي د سکرو په یوه کان کي چاودنه سوې ده. په دغه چاودنه کي ۲۲ کسه وژل سوي دي.

د چین دولتي تلویزیون ویلي چي د چاودنې اصلي علت لا نه دی روښانه سوی خو په دغه پیښه کي څو کسه ټپیان هم دي. راپورونه زیاتوي چي ۶۶ کارکوونکي د ژغورونکو ټيمونو له لوري ژغورل سوي دي.

په چین کي هر کال په کانونو کي د چاودني له امله ورته پېښي رامنځ ته کیږي او خلکو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...