د تونس محکمې ۴۱ هغه ترهګر چي په ۲۰۱۴ کال کي یې ددې هېواد په هنشیر التله سیمه کي له دولتي ځواکونو سره نښته کړې وه، په اعدام محکوم کړي دي.
د تونس د محکمې ویاند السلیطي وایي، ۳۹ کسان فراري دي، چي په غیاب کي پرې یاد حکم پلی سوی، خو نیول سوي دوه تنه یو په دایمي او بل هم په ۵۰ کاله بند محکوم سوي دي.
په ۲۰۱۴ کال کي د داعش ډلي ۴۱ کسیزې ډلي د تونس په هنشیر التله سمیه کي پر دولتي ځواکونو برید وکړ، چي په پایله کي یې ۱۵ تونسي سرتیري ووژل سول او ۲۰ نور ټپیان سول. د همدې پېښي له کبله هغه وخت په تونس هیواد کي درې ورځنی ملي ماتم اعلان سوی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون