پوتين د سيمه ييزو همکاريو د زياتېدو لپاره ايران ته سفر کوي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په پام کي لري، چي د را رواني نوامبر مياشتي په لومړۍ نېټه ايران ته د سفر پرمهال له خپلو ايراني او اذربايجاني سيالانو سره په سرمشريزه کي ګډون وکړي.

روسي رسنيو تېره پنجشنبه د روسيې د جمهوري رياست د وياند له قوله راپور ورکړی، چي ددې سفر لپاره لازم چمتوالی نيول شوی دی. تر دې مخکي د روسيې د ولسمشر سلاکار يوري يوشاکوف ويلي وو، چي پوتين به د روان ميلادي کال له ختمېدو مخکي په دې درې اړخيزه غونډه کي د ګډون لپاره ايران ته ولاړ شي. د اذربايجان رسنيو خبر ورکړی دی، چي پوتين به د نوامبر په لومړۍ نېټه د ايران او اذربايجان له ولسمشرانو حسن روحاني او الهام علييف سره د سيمه ييزو همکاريو په اړه خبري وکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...