د بدخشان امنيه قوماندان، جنرال عبدالخالق اقسای له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چي د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو لپاره اضافي ځواکونه ور واستوي.
هغه وايي، چي د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات به ژر پېل شي. د بدخشان امنيه قوماندان زياته کړه، چي په دواړو ولسواليو کي د وسله والو طالبانو ترڅنګ، له درو تر څلورو سوو بهرني وسله وال جنګېږي. د هغه په وينا، په وردوج او يمګان زيات بهرني وسله وال د منځنۍ اسيا د هېوادونو دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون