په دغه کښتۍ کې له پنځو ورځو راهیسې اوربل دی او ۳۱ کارکوونکي يې تراوسه ورک دي.
د چین د ترانسپورت وزارت ویلي، چاودنه تیره ورځ هغه وخت رامنځ ته سول چي ژغورونکو ډلو د اور وژلو لپاره اوبه پاشلي.
د ژغورني ډلو د چین په ختیځ سمندر کي د تیلو لیږدولو په هغه ایرانۍ کښتۍ کي د اور وژلو هڅې پرون وروسته له هغه په موقت ډول وځنډولي چي په کښتۍ کي چاودنه وسوه.
چارواکي دي ته هیله من دي چي کیدایسي د دي کښتۍ د عملې یوشمېر غړي ژوندي ومومي، خو دوی دا هم وایي، چې په دغه کښتۍ کې بل سوی اور ښایې یوه میاشت دوام وکړي.
تر اوس یو کس مړ پیدا سوی.
دغې کښتۍ چي د جنوري په شپږمه یې د شانګهای سواحلو ته نېږدې له یوې باروړونکي چینایي کښتۍ سره ټکر کړی، د تېلو د ښوریدو له امله یې د چاپېریال د ککړتیا د یوه ناورین خطر زیات کړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون