د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايې، چي د منډول ولسوالۍ د سړک جوړوني شرکت کار کوونکي تېره ورځ له کار څخه وروسته لغمان ولایت ته روان و چي د نورګرام او دواب ولسوالیو ترمنځ د سړک په اوږدو کي ورته کمین نیول سوی او د برید په نتیجه کس یو تن وژل سوی او دری ټپیان دي.
والي وایي، ټپیان د درملنې لپاره روغتو ن ته رسول سوي دي.
تر اوسه د دولت کومي وسله والي مخالفي ډلي د یادي پېښي مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون