هرات ولایت ته په اونۍ کي ۲۰۰ ټانکره بي کیفیته نفتي مواد په غیري قانوني توګه واردیږي

راپور:  غلام فاروق رسولي

د هرات ولایت د ولایتی شورا مشر وایي، دا تیل د غوڅ ملاتړ ماموریت په نامه را واردیږي او د دي پرځای چي اصلي هدف ته ورسیږي په هرات کي پلورل کیږي.

د دي ولایت د نفتی موادو چارواکي هم دا ستونزه منی او وایي دي کار د بي کیفیته تیلو واریدلوته زمینه برابره کړی ده.

د هرات ولایت ولایتی شورا تیره شپه یولس هغه د پترول ټانکرونه نیولي چي د ترکمنستان هیواده را وارد سوي دي.

د هرات ولایت د ولایتی شورا مشر کامران علیزایی: ((دا تیل د غوڅ ملاتړ ځواکونو په نامه واردیږي او د دي پرځای چي و دي ځواکونو ته ور تحویل کړل سی دننه په هرات ښار کۍ خرڅیږي.

مسعود فروغ هروي د هرات ولایت د نفتی موادو او اوبلن گازو سرپرست ریٔس هم مني چي دا وارد سوي تیل په هرات کی خرڅیږي  او دوی د نفتی موادو د عمومي ریاست د لارښوني سره سم حق نه لري چي د دي تیلو مخه ونیسي.

د بلي خوا د هرات ولایت د نفتی موادو واریدونکو اتحادیی مشر نوید احمد وفا وايي، ډیری کسان د غوڅ ملاتړ د نوم څخه په ګټی اخیستني بي کیفیته تیل واردوي او دا چي دا تیل نه محصولیږي په هرات ولایت کي یې د تیلو سواداګرو ته ستونزي زیږولي دي.

دوی د حکومتي چارواکو غواړي چي هغه کسان د قانون منګلو ته وسپاري کوم چي په دي کار لاس پوري کوي.

پر همدي محال د هرات ولایت ځایې چارواکی بیا وایي، دا موضوع به یو لوړپوړی پلاوی وڅیړي او که کوم غیرقانوني کړنه تر سترګو سی نو عاملین به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل سی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت د پوځاینو لپاره و هرات ولایت ته د میاشتی شاوخوا ۸۰۰ ټانکره پترول او ډیزل د ترکمنستان هیواده واردیږي چي دا مواد د کیفیت له پلوه نه ازمایل کیږي نو تر ډیره حد یې د بي کیفیته تیلو واردولو ته زمینه براره کړي ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...