راپور: اجمل وصال
د روزګان د پوهني ریاست مسوولین وایي، د ژمني رخصتیو څخه په ګټي اخیستني د ترینکوټ د ملالۍ لیسي ښځينه زده کوونکي به په دغه مرکز کې ساینسي او نور مضامین زده کوي.
د روزګان د ښځینه زده کوونکو لپاره د وړیا زده کړو دغه مرکز ځکه ګټور دی چې په دغه ولایت کي د ښځینه لپاره هیڅ داسي خصوصي د زده کړو مرکز شتون نه لري چي د ښوونځۍ زده کوونکي د ژمني رخصتیو پر مهال په هغه کې زده کړي وکړي.
اوس دلته یو ځایې مشر غواړي چي د ملالۍ په ښځینه لیسه کي د وړیا زده کړو یو مرکز پرانیزي او زده کوونکي د ژمي د رخصتیو څخه په ګټي اخیستني همدلته زده کړي وکړي.
د روزګان د پوهني ریاست تدریسي مرستیال محمد نسیم همت زی د زده کوونکو لپاره ددا ډول مرکز جوړول یو ښه اقدام بولي او د نورو کسانو څخه هم غواړي چې د معارف په برخه کي ددوی لاس نیوی وکړي.
همتزی وايي، دغو لسګونو زده کوونکو ته ساینسي او په یوشمیر نورو برخو کې د ښځينه استادانو لخوا زده کړي ورکول سي.
په ترینکوټ ځایې مخور او د وړیا زده کړو د مرکز مشر ملک طاووس وایي، دا ګام یې ځکه پورته کړي چې په اروزګان کي د ښځينه زده کوونکو لپاره هیڅ خصوصي مرکز شتون نه لري چې دوی پکښي زده کړي وکړي.
ملک طاووس وایي، په پام لري چي د معارف سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په دغه مرکز کي زده کوونکي وایي، خوښ دي چي د ژمي پرمهال ورته د زده کړو زمینه برابره سوي ده او دوی ته د مجربو ښوونکو لخوا بیلابیل مضامین تدریسیږي.
دغه ښځينه زده کوونکي د نورو کسانو څخه هم غواړي چې ددوی سره د زده کړو په برخه کګې همکاري وکړي.
دیادوني وړده چي تردي مخکي د ولایت مقام لخوا د روزګان نارینه زده کوونکو ته هم د وړیا زده کړو یو مرکز پرانیستل سوي و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون