دوی وايي، نوي تذکري د خلکو ملي اړتیا ده او که دا تذکري ونه ویشل سي نو راتلونکي ټاکني هم نسي ترسره کیدلای.
تیره ورځ د کندهار پریس کلب کي د یو شمیر مدني ټولنو مسٔولین او غړي د بریښنايي تذکرو د ویش په ملاتړ او د ځینو سیاسي ګوندونو د هغو څرګندونو پر خلاف راټول سوي وه، چي ویلي وه د طالبانو مشران په افغانستان کي اوسیږي.
دوی وویل، بریښنايې تذکري د افغانانو ملي هویت دی او باید د څو مشخصو کسانو او کړیو په غوښتنه دا پروسه ونه ځنډول سي.
دوی له حکومته وغوښتل چي د بریښنايې تذکرو ویش ژره تر ژره پیل کړي تر څو له یوې خوا راتلونکو ټاکنو ته زمنیه برابره سي او له بلي خو ا د خلګو دقیق نفوس معلوم کړل سي.
دغه راز د مدني ټولنو نورو مسٔولینو او فعالانو بیا د حزب اسلامي او ملي محاذ ګوند مشرانو هغه څرګندوني د ملي ګټو خلاف وبللي چي ویلي وه د وسلوالو طالبانو مشران په پاکستان کي نه بلکي په افغانستان کي اوسیږي.
دوی وویل، طالبان په پاکستان کي امن ځایونه لري او دا خبره اوس ټولو ته معلومه سوي ځکه نو یاد ګوندونه باید د خپلو کړو څرګندونو په اړه حکومت او خلکو ته سپیناوی ورکړي.
په پای کي مدني ټولنو په یوه پرېکړه لیک کي له حکومته غوښتنه وکړه، هغه کسان چي د هیواد د ملي کټو پر ضد فعالیت کوي باید مخه يې ونیول سي او د قانون له سر غړونکو سره جدي چلند وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون