چارواکو ویلي چي ٢٧ کسه نور ددغو مشروباتو د څښاک له امله بستري سوي دي.
د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي اشوک کمار ویلي، د عدلي طب لومړنۍ ارزوني ښیي هغه الکول چي دغو کسانو څښلي زهري وو او متانول یې لرل. پولیسو تر اوسه ٨ تنه شراب پلورونکي د پیښي په ارتباط نیولي دي او ایالتي حکومت د ١٢ پولیسو په گډون ٣٥ چارواکي له کاره گوښه کړي دي.
په هند کې د غیر قانوني او بې کیفیته الکولو خرڅلاو په یوې سترې او گټوري سوداگرۍ بدل سوی دی.
ددې ډول الکولو خرڅونکي پرته له دې چي مالیه ورکړي دغه مشروبات په ارزانه بیه خرڅوي. له همدې امله ډېره ګټه کوي خو هر کال د لسګونه خلکو ژوند هم اخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون