سږ کال په هېواد کي پر ۴۰ زره او ۵ سوه جریبه ځمکه باغونه جوړ سوي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د باغدارۍ د سکټور د پیاوړتیا په هدف په روان کال کي په ټول هېواد کي پر څلوېښت زره او پنځه سوه جریبه ځمکه کي باغونه جوړ سوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي چي په دې کي د پستې، بادامو او چارمغزو باغونه شامل دي. رستمي وايي، د دې تر څنګ دغه وزارت په بلخ، لغمان، کندز او ننګرهار کي د ژر رسېدونکو مېوو باغونه هم جوړ کړي چي ښه حاصلات لري.
د کرني او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، د ژر رسېدونکو مېوو له ډلي باغ لرونکو د شفتالو له درکه سږ ۱۲۵ ميلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، دوی په پام کي لري چې په ۱۳۹۸ لمریز کال ي په ټول هیواد کي په ۴۵ زره جریبه ځمکه کي د مېوه لرونکو ونو باغونه جوړ کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون