حامد کرزی: تر هغه چي اوربند و نه سي سوله هم نه راځي

مخکينى ولسمشر حامد کرزى وايي، تر هغي پوري په افغانستان کي سوله نه راځي، څو پورې چي اوربند ونه سي او وينه تويېدنه ونه ودرېږي.

حامد کرزي پخپلو وروستیو څرګندونو کي ویلي چي د مسکو په ناسته کي پر ټولو موضوعاتو په تفصيل سره خبري او بحثونه وسول.

کرزي ويلي، تر هغي پوري په افغانستان کي سوله نه راځي، چي اوربند ونه سي او وينه تويېدنه ونه ودرېږي.

مخکيني ولسمشر د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي د روانو خبرو اترو په تړاو د يوې پوښتني په جواب کي ويلي، چي د مسکو په ناسته کي د امريکا پر هڅو بحث وسو.

د هغه په وينا، ټول افغانان بين الافغاني مذاکرات غواړي او پلوي يې کوي. کرزى وايي، د امريکا او روسيې په همکارۍ په افغانستان کې تلپاتې سوله راتلاى سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...