د یوې وروستۍ څېړني له مخي د هغه هیوادونو نوملړ خپور سوی، چي وګړي نه سي کولای ان په یوه اونۍ کي هم ۱۵۰ دقیقي فزیکي فعالیت تر سره کړي.
ددې څیړني له مخي لومړی مقام کویټ خپل کړی دی.
ددې هیواد ۶۷ سلنه خلک فزیکي فعالیت نه لري، په دویم کتار کي سعودي عربستان راځي.
د سعودي عربستان ۵۳ سلنه خلک فزیکي فعالیت نه تر سره کوي.
په دریم کتار کي عراق او ور پسي برازیل دی.
په زړه پوري خو دا ده چي کاستاریکا، قبرس، کلمبیا، پرتګال، نیوزلنډ، المان، ارجنټاین او ايټالیا هم د ټنبلو هیوادونو په کتار کي راغلي دي.
متحده عربي اماراتو په دې نوملړ کي وروستی ځای خپل کړی دي.
په څیړنه کي ویل سوي، چې د ژوند ښه امکانات له فزیکي فعالیت سره مستقیمه اړیکه لري، نو په دې نوملړ کي هم ډېری هغه هېوادونه راغلي چي خلکو ته یې د ژوند ښه امکانات برابر سوي دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون