راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د یوناني درملو د اتحادیې مسٔوولین وایي، په دغه ولایت کي یې د یوناني درملو جوړولو او طبیبانو د روزنې په برخه کي ډير پرمختګ کړی او تازه یې ۳۵ تنه له دریو کلونو زده کړو څخه فارغ کړي دي.
د دغه اتحادیې مسٔوول ډاکټر خان محمد وایي، یادو فارغ سویو کسانو دوه کاله رسمي او یو کال غیر رسمي زده کړي تر سره کړي.
هغه وايي، یوناني طب اوس تر پخوا ډير پرمختګ کړی او ډير څه نوي پکښي زیات سوي دي.
د یوناني طب په برخه کي فارغ سوي کسان هم وايي، دوی ډير زیات څه زده کړي چي پخوا د دغه طب په برخه کي نه وه لیدل سوي خو اوس یوناني طب هم عصري سوی او دوی هڅه کوي لا هم نور داسي درمل له طبي بوټو څخه جوړ کړي چي د ناروغانو لپاره ګټور تمام سي.
د یوناني طب ډاکټران وایي، دوی هغه طبي بوټي چي خلک یې ورته راوړي رانیسي بیا درمل ځني جوړوي چي په دې سره زیات شمېر کسان د طبي بوټو په راټولولو هم بوخت دي او له دې لاري پیسي تر لاسه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون