په عراق کي د کښتۍ ډوبیدو له امله ۹۴ تنه وژل سوي

د عراق موصل ښار ته څیرمه په دجله سیند کي د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۹۴ کسان وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي کښتۍ کي ناست کسان د نوي کال مراسمو کي د ګډون لپاره سفر کاوه.
د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د پېښي په اړه خواشیني څرګنده کړې او د څېړنو امر یې کړی دی.
ویل کېږي، چي چارواکو پرلپسي خلکو ته د موصل بند دروازو پرانیستل کیدو خبرداری ورکړی و، خو ځیني خلک د کښتۍ چلوونکي د پېښي مسٔوول بولي، چي په وینا یې خبرداری یې رد کړی دی.
ویل کېږي دغه کښتۍ ام الرباین ټاپو ته پر لاره وه.
د ځاي معلوماتو ادارې له خلکو غوښتي چي د مرستي لپاره د پنځم او زاړه پل سیمو ته ورسي.
د کردستان ځايي حکومت هم له دهوک ښاره د مرستي لپاره امبولانسونه موصل ته استولي دي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...