د پوهنې وزارت وايي، نن د هیواد په سړو سیمو کي د تعلیمي کال د پیل لومړۍ ورځ ده او د نورو زده کوونکو تر څنګ به یو میلیون ماشومان نوي په ښوونځيو کي شامل کړل سي.
د پوهني وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، دوی د زده کوونکو د جلب او جذب لپاره پراخ کمپاین پیل کړی و، چي له همدې امله به د نوو شاملیدونکو زده کوونکو شمیر لوړ وي. نوموړي پر کورنیو ږغ کړی، چي خپل ماشومان ښوونځیو ته وهڅوي او په دې توګه له دوی سره همکاري وکړي چي له زده کړو پاته ماشومان په ښوونځیو کي شامل کړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون