د ایران په چابهار ښار کي چاودنه سوې ده.
د ایران د دولتي تلویزیون د راپور له مخي په دې چاودنه کي درې تنه وژل سوي او زیات شمېر نور ټپیان دي.
په راپورونه کي د ټپیانو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی. ویل کېږي چې چاودنه د پولیسوه یوه مرکز ته څیرمه سوې ده.
د ایران دولتي خبري اژانس بیا د ناڅرګندو سرچینو په حواله ویلي چي ډیر امکان لري دا یو ځانمرګی برید وي او موخه یې غالباً د پولیسو یو مرکز و. .
ایرنا ویلي چي د پېښي ځای ته نږدې د ډزو غږونه هم اورېدل سوي دي.
د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون